
دا ناسته د «چېن» (Chayn) له خوا چمتو شوې ده — چېن یوه خیراتي اداره ده چې په ټوله نړۍ کې د جنسي تشدد سره مخ شویو کسانو سره مرسته کوي. دا خبرې اترې له انګریزي نه پښتو ته ژباړل شوې دي او د تصویر پر بنسټ زور زیاتي پورې اړوند هغه حقیقتونه بیانوي چې ستاسو د روغتیا او بیارغونې سفر کې مرسته کولی شي. تاسو کولی شئ دا ناسته د لیکلي متن په توګه ولولئ یا آډیو واورئ — نږدې ۳۵ تر ۴۵ دقیقو پورې اوږدوالی لري. مهرباني وکړئ د ځان خیال وساتئ: تاسو هر وخت چې وغواړئ ودرېږئ، وقفه واخلئ، یا کله چې تیار وئ بیا راشئ.
دا ناسته د تصویر پر بنسټ زور زیاتي یوه لنډیز وړاندې کوي او دا چې دا د پاکستان او بهر ژوندو پاکستانیانو لپاره څه معنی لري. موږ به وڅېړو چې د تصویر پر بنسټ زور زیاتي څه ته ویل کېږي، ولې دا هېڅکله ستا ګناه نه ده، او هغه مهم حقیقتونه چې ستاسو د روغتیا او بیارغونې سفر کې مرسته کولی شي.
P1: سلامونہ. زه P1 یم، او دا P2 دی. نن زموږ په دې غونډې کې د شامیلدالو لپاره مننه۔ دا غونډه د «چېن» له خوا وړاندې کېږي. چېن یوه خیراتی اداره ده چې په ټوله نړۍ کې له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د جنسي تشدد سره مخ شوي وي موږ خپل کار په ۲۰۱۳ کال کې له پاکستانه پیل کړ، خو اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خلکو ته رسېږو۔ موږ له ډېرې مودې راهیسې د ټکنالوژۍ پر بنسټ د تاوتریخوالي په اړه کار کوواو تېر کال موږ په پاکستان کې او د پاکستاني میراث لرونکو خلکو ترمنځ د ښځو، جندر-کیوئر خلکو، او هغو کسانو په اړه چې په بهرنیو هېوادونو کې ژوند کوي یا لوی شوي دي، د هغوی د تجربو په اړه ډېر پراخې څېړنېکړی دی. "موږ به دې ته ‘diaspora’ وایو. که څه هم دا څېړنه په پاکستان کې ترسره شوې وه، خو موږ پوهېږو چې د دغو تجربو ډېری برخې په ټوله سویلي اسیا کې عامې دي موږ دا هم وموندله چې زموږ د سویلي اسیا همکارانو او د ټولنې غړو احساس کاوه چې دا خبرې او موندنې د هغوی د ژوند له تجربو سره ډېرې سمون لري۔
«کوربانه خپل ځانونه معرفي کوي»
[Hosts introduce themselve(s)]
P2: موږ ډېر زیاد خوشحالہ یو چې تاسو دا اورئ ۔موږ پوهېږو چې د تصویر پر بنیاد د زورزیاتي په اړه خبرې کول اسانه نه دي ۔ خو موږ غواړو چې ټولو نہ پیلہ لہ تاسو ته ووایو: هغه څه چې تاسو سره پیښ شوي ،ستاسو ګناه نه وه۔
P1: بالکل. نن ورځ موږ د تصویر پر بنسټ زیاتی په اړه خبرې کوو ۔ په دې کې داسې کارونه شامل دي لکه:۔کله چې څوک ستاسو له اجازې بغیر ستاسو تصویرونه یا ویډیوګانېشیئرکوي ، یا ګواښ کوي چې له نورو سره بہ شیئر کړئ۔ یا کله چې څوک د AI په مرسته ستا جعلي عکسونه جوړوي او پوهېږي چې تا ته زیان رسوي۔ موږ غواړو ځینې مهم حقیقتونه درسره شریک کړو—هغه حقیقتونه باید چې هر څوک پې پوه شي، حتی که د نورو خلکو خبرې له دې سره مخالفې وي۔ که تاسو په خطرناک حالت کې یي، زموږ په ویبسایت chayn.co کې Directory وګورئ۔ که تاسو د تشدد رېپورټ کولو یا آنلاین محفوط پاتې کیدو په اړه نور معلومات غواړئ ، نو زموږ د ( Do It Yourself Online Safety guide) په https://www.chayn.co/resources کې وګورئ۔
P1: آو، په دې ناسته کې به موږ وګورو چې دا تشدد پر موږ څنګه اثر کوي. دا کېدای شي ستاسوپه ذهن کې سخت احساسات یا یادونه راولي۔. مهرباني وکړئ، د ځان خیال وساتئ او هغه څه وکړئ چې تاسو ته اړتیا وي ۔تاسو هر وخت چې غواړئ ودرېږې، وقفه واخلئ ،یا کله چې ښه احساس وکړې بیا راشئ۔ ستاسو خیریت تر ټولو مهمه ده۔
P2: راځئ چې دہ پښتني سره پیل وکړو. زموږ په ټولنو کې د تصویر پہ بنیاد زور زیاتی څنګه ښکاري، که هغه په پاکستان کې وي یا له پاکستان نه باهر؟ او دا پر موږ او زموږ په کورني څنګه اثر کوي؟
P1: که دا ستاسو سره پیښ شوي وي، کېدای شي تاسو له ځانه پوښتنه کړې وي - دا ما سره ولې وشو؟ ولې زموږ شا خوالہ ښځو سره کې داسې دوال پېښې کېږي؟
P2: موږ څنګه د یو بل مرسته کولی شو؟ موږ څنګه مرسته موندلی شو؟ اوکوم حقایق زموږ د healing کې مرسته کولی شي؟ او کوم خبرې دي چې موږ healing کولای شي و کومې خبرې دي چې موږ یې یادې وساتو ؟
P2: راځئ لومړی پوه شو چې د تصویر پہ بنیادزورزیاتی څه ته وایي. ډېر خلک فکر کوي چې د تصویر پہ بنیاد زورزیاتی یوازې بربنډو یا جنسي تصویرونو پورې محدود دی. دا نظر نه یوازې د عامو خلکو ترمنځ شته، بلکې د ټکنالوژۍ کمپنیو او حتی د حکومتونو ترمنځ هم شته په ځانګړي ډول په مغربي هېوادونو کې. خو حقیقت تر دې ډېر پراخ دی. موږ دا ځکه وایو چې د پاکستانیانو او د سویلي اسیا د خلکو په توګه، له ماشومتوبه راته ویل شوي چې خپل حیا او عزت وساتو. زموږ لستوڼي باید څومره لنډ وي؟ د جامو غاړه باید څومره خلاصه وي؟ پړونی مو اچولی دی که نه؟ جینس مو ولې اغوستی دی؟ که له ملګرو یا همکارانو سره بهر ځو، نو دا اندېښنه راسره وي چې هسې نه څوک مو تصویر واخلي او پہسوشل میڈیا کې شیئر کړي، ځکه چې خلک به څه وایي؟ په خاص طور که د شپې وخت وي ۔ کله کله داسې احساس کوو لکه زموږ په ذهنونو کې نه لیدل کېدونکي کسان ناست وي چې موږ ته وایي چې څه وکړو او څه ونه کړو. او همېشه دا احساس وي چې دا زموږ ګناه ده۔
P1: بالکل تاسو سمه خبره کوئ. د هر شخص، د هغه د کورنۍ او د ټولنې ارزښتونه او دودونه یو له بل سره توپیر لري ۔ کېدای شي خبره په داسې تصویرونو وي چې دا په شخصي ځای کې عکس اخیستل وي ، لکه ستاسو کور یا ستاسو په بستر کې غېستل شوي وي یا په نکریزو کې ګډېدل یا په بار یا پب ته تلل (حتی که ته هلته شراب هم نه څښې)۔ هم د دغه رنګا کېدای شي ستونزه وي د داسې عکس سره وي چې داسې نارینه سره ښکاره شوې یې چې نږدې کورنۍ غږې نه وي۔
P2: کله کله خبره د عکس وي هم نه۔ موږ داسې قيصې هم اورېدلې دي چې د خبرو سکرینشاټونه خپاره شوي وي. یا یو عام عکس شیئر شوی وي، خو ورسره جنسي کیپشنونه یا سندرې اضافه شوې وي۔ یا عکس داسې ایډیټ شوی وي چې هغی کس ته ډېر زیان ورسوي۔
P1: تر ټولو مهمه خبره دا ده: یو انځور خصوصي یا شخصي ځکه نه ګرځول کېږي چې په عکس کې څه ښکاري، بلکې ځکه ګرځول کېږي چې آیا هغه له تا سره شریک کړي که نه. دا ستا د اجازې خبره ده، دا ستا د رضایت خبره ده ۔ که ته د پاکستانی diaspora برخه یې او په داسې هېواد کې ژوند کوې چې هلته د حیا او کلتور معیارونه بدل وي،نو ځینې خلک به درته ووایي چې تا سره زیاتی نه ده شوې، ځکه هغه عکس چې لیک شوی یا خپور شوي ، پکې بربنډوالی نه و۔
P2:خو خبره داسې نه ده۔ یو عام عکس چې تا یوازې له یو کس سره په پرایویت توګه شریک کړی وي، هغه هم بیا ‘پرایویت’ شي۔ کله چې هماغه کس ستاسو رضا بغیر نورو ته شېر کړي. اصل ناوړه عمل د بربنډوالي نه دی، بلکې د اجازې دی۔که څوک ستا عکسونه شېرکوي، یا د ډاروي چې ستاسو عکس به شریک کړي ، ییا ستاسو تصویررونه په هغه طریقه استعمالوي چې تاسو یې رضا نه وي ورکړی—او پہ دې عمل تا ته زیان رسېږي—نو دا ټول د تصویر پہ بنیاد زور زیاتی دی۔
P1: موږ ته معلومه ده چې خلک دې بحث ته د رضا (consent) په بارا که بېلابېلا پوهې سره راځي. دا د شرم خبره نه ده—دا هغه موضوع ده چې زموږ په کلتور کې پې ډېرې خبرې نه کېږي۔ او که خبرې پې وشي هم، اکثره وخت د غلط فهمې ښکار
شي۔
P2: موږ کېدای شي له ماشومتوبه په کورنۍ، سکولونو یا د ملګرو ترمنځ د جنسي حدودو یا رضایت په اړه خبرې نه وي کړې۔ خو بیا هم، خلک موږ ته داسې پیغامونه راکوي ، لکه یوازې د خپل بدن او وجود له وجہ مو ځینو شیانو ته اجازه ورکړې وي۔ موږ ته کله کله دا ویل شوي وي چې ځینو جامو اغوستلو سره یا یوازې د بدن لپاره چې موږ ځان خلکو ته ښکاره کوو.
P1: دا ډول جنسي رنګ ورکول اکثره پر ښځو، او په ځانګړي ډول پر کمعمره انجونو، تپل کېږي۔ نو موږ یو ځل بیا په ډډہ سره دا ویلی شو: د تصویر پر بنسټ زور زیاتی ستا ګناه نه وه. تا دا نه وه غوښتي. او نه دې د دې مستحقه وې۔
P2: نو، رضایت/ consent په اړه د فیمینیسټ پوهه څه ده؟ رضایت صرف په خوښه ورکړل شي۔ . یعنې هېڅ ډول زور، چلونہ،threat یا جبر پکې نه وي. په ساده ټکو کې، رضا هغه وخت معنی لري چې ته په پوره ازادۍ او آرامۍ سره “yes” وایې ، نه دا چې څوک دې مجبوره کړي.
P1: د رضایت (consent) لپاره ضروري ده چې موږ هوښیار او پوره پوهه حالت کې اوسو. که څوک نشه وي، ویده وي، د سختو دواګانو یا نشيي موادو تر اثر لاندې وي، یا بېهوشه وي، نو په داسې حالت کې رضایت نشي ورکول کېدای۔که څوک زموږ له اجازې بغیر زموږ عکس اخلي—لکه په واده کې د ګډېدلو، له ملګرو سره د خندا په وخت، یا د خپلوانو په کور کې د خوب پہ حالت—نو په داسې حالت کې موږ رضایت نه وي ورکړی۔
P2: رضایت /consent مخصوص هم وي. یعنې که ته یو ځل د یو شي لپاره “آو” اویې—لکه غاړه ورکول یا لاس نیول—د ا معنا نه لريچې ته د جنسي عملونو لپاره هم رضایت ورکړی دی. همدارنګه، که ته مخکې څو ځله یو شي ته “آو” ویلي وي، —د ا معنا نه لريچې ته با هر ځل “آو” ووایې. ته هر وخت “نه” ووایلې شې. کیدای شي چې تاسو خپل مېړه ته د مختلفو جامو د ازمولو په اړه تصویرونه استولى وي. . کیدای شي چې هغوی تا سو نہ پوښتنه کړې وي چې دا تصویرونه زه خپل ملګري یا خور ته شیرکولی شم که نه. خو دا هېڅکله دا معنا نه د چې په دې خبرہ ستا پرایویت تصویرونه د خپلې خوښې سره شیرکولو اجازت ورتا میلاو شو۔
P1: رضایت بېرته اخیستل کېدای شي، موږ هر وخت تې شاته کیدی شو۔ که موږ په اول سر کې ‘yes/ آو’ ویلی وی، موږ وروسته ‘/نه no’ کولی شو۔ موږ خپل فکر بدلولو حق لرو۔ کیدای شي چې په واده کې انځورګر زموږ اجازه ولري چې د کورنۍ البم لپاره تصویرونه واخلی۔ خودامعنی دا ندي چې دوی دا تصویرونه پوسټ کړي ، یا هرچیرې چې غواړئ شریک کړي.
P2: رضایت باید له پوهې سره وي ۔ رضایت هله اخیستل کیږي کله چې تاسو خبر وي۔موږ په دې پوه او خبر اوسو چې څه روان دي یا څه کېدونکي دي. که څوک موږ ته د دوکې یا چل په لارې “آو” تر لاسه کړي، نو دا رضایت نه ګڼل کېږي.
P1: رضایت په آزادی ورکول کیږي۔ که چیرې څوک په بل باندې واک لري، نو رښتینی رضایت نه شي کېدای۔دا کېدای شي زموږ مالک وي، استاد وي، یو مشر وي، یا هر داسې څوک وي چې پر موږ خپل واک استعمالولای شياو موږ د ناارامه کوي.
P2: رضا ہمیشہ په خوله نه ویل کیږي، خو چپ هیڅکله ‘آو’ نه وي۔ یوازې مسکا، هېڅ reaction نه ښودل، یا صرف ‘نه’ نه ویل، دا معنا نہ لري چې چا رضا ورکړی وي ۔ یوازې یو ښکاره او روښانه ‘آو’ معنی آو وي۔
P1: په رضا پوهېدل، خپل خوندیتوب پېژندل، او پوهیدل چې د ځان ساتنې لارې شته—دا ډېر ځواک ورکوي ۔، او هغه پیاوړي شیان دي چې موږ یې زان لپاره کولی شو. نو راځي چې دا ټول بیا د تصویر پہ بنیاد زور زیاتی ته راواړو.
P2: موږ دا جمله بیا بیا وایو : موږ ټول د خپل عکس حق لرو. هیڅوک موږ نه دا حق نه شي اخیستلی۔
P1: موږتہ ټول هغه کیسو نہ معلومه ده چې موږ یې په Chayn کې اورو، یا په خبرونو یا خپلو تجربو کې ګورو چې زور زیاتونکيهغه دي چې زموږ سره رومانتيک لنک لري لکه یو پارتنر، منګیتر، پخوانی ملګری یا داسې څوک چې موږ یې رد کو. د ممکن وہ چې د ،رشتہ ختمیدو نہ باد، زموږ عکسونه کنټرول ، ګواښیا زیان رسولو لپاره استعمال کی۔
P1: خو دا یوازې intimate partners ندي. زور زیاتونکيیو همکار، ګاونډی، پیژندونکی، تربور، پخوانی ملګری، سخرګڼې، د کورنۍ خلک یا یونااشنا کس ہم کیدای شي. بدقسمتی سره ، زموږ په ټولنه کې دا فکر عام دی چې د یوې عزتمنې ښځې تر ټولو لوی ذمہ داری دا دی چې خپل واده وساتي۔ او د ښځې او د هغې د کورنۍ لپاره د خلکو خبرې او بدنامي دومره زوروره ويچې ډېرې ښځې له سختو حالاتو سره هم چوپ پاتې کېږي۔ سخرګڼې کله ناکله هغه ښځې په وېرې کې ساتي چې غواړي له زور زیاتي ډک واده پرېږدي،په دې وېرې چې د هغوی عکسونه او ویډیوګانې به نورو ته شیئر کړي۔۔نو ښځې غلي شي . د طلاق غوښتنه نه کوي ۔او خپلې کورنۍ ته هم هر څه نه شي ویلای. که څه هم کله چې یې ووایي، بیا هم ورته ویل کېږي چې صبر وکړي او چوپ پاتې شي۔ موږ ته ډیری وخت ویل کیږي چې "دا ستاسو قسمت دی او دا د خدای له طرف دی"، لکه زموږ ژوند یوازې ارزښت دا و دي چې موږ تاو تېښولای اوزغمو۔
P2:بالکل هو ، او موږ اورو چې "دا د خدای رضا ده" داسې لکه هغه کسان چې زموږ سره زور زیاتی کوي او موږ ملامتوي هېڅ زمہ واری نه لري او هېڅ حساب به ورنه نہ اخيستل کېږي ۔ د مطلب دا دی چې زموږ ښځې غلي پاتې شي۔دوی یره لري چې کہ دا موضوع هم راپورته کو نو سپکے خبرے به اورئ۔ او موږ به نور هم یوازې کړئ- او زیاتر، موږ داسې قیسې اورو او ګورو چې کم کې زورزیاتی کوونکی یو بېخې نااشنا کس وی۔ داسې څوک چې اکاونټ یې هیک کړی وي، عکسونه یې موندلي وي، یا یې له unknown numbers باندےمیرمنې بلیک میل کوي. ځینې abuser اوس جعلي تصویرونه جوړوي ، چې ډیپ فیک ویل کیږي خو بېخې ریښتیا ښکاري۔ دوی جنسي یا نامناسب تصویرونه ہم جوړولی شي حتی چې داسې عکس حقیقت کہ هېڅکله نه وي اخیستل شوی۔ Social media او واټساپ(whatsapp) د تصویرونہ شریکول کول دومره اسانه کړي چې هرڅوک یې شریککوي. دا ځکه ډېره خطرناکہ خبره ده چې په هغو ټولنو کې چې د حیا او عزت ډېر اهمیت لري ، د AI له خوا جوړ شوی جعلي تصویر هم د اصلي تصویرپه شان اثر لری۔ کیدای شي خلک باور ونه کړي چې دا جعلي دی۔او ځینې وختونه خو یوازې د داسې یو عکس د موجودیت—که هغه رښتینی وي او که جعلي—هم دومره د بدنامۍ خبره ګڼل کېږي ۔او ډېرې سختې او ویجاړوونکې انجام لری شي۔ او ډیری survivors به د تصویرونه شیئر کولو له ویرې کې د کلونو لپاره بلیک میلرانو ته پیسې ورکړي.
P1: دا ډیره مهمه ده چې موږ ځانونه پدې پوه کړو چې ځینې خلک به ووایي "تاسو با محتاط وای" یا "تاسو ولې پې باور وکړل؟" خو خبره دا ده چې هر څوک abuser کېدای شي۔
P2: بالکل همداسې خبرہ ده حتی هغه خلک چې موږ ویلو چې موږ پہ باور کولی شوه ۔ هغه خلک چې موږ یې خوښوو. د کورنۍ خلک .abuse د هغی انتخاب دی، ستاسو ګناه نه د۔
P1: خو دا ولې پیښیږي؟ خلک ولې دا کار کوي؟
P2: د تصویر پہ بنیاد زور زیاتی د زیان رسولو لپاره استعمالیږي: دا زموږ د چوپ ساتلو لپاره استعمالیږي ؛ زموږ د باور/confidence کمولو لپاره استعمالیږي ؛ زموږ د شهرت تہ زیان رسولو یا زموږ شرمولو لپاره استعمالیږي؛ له کورنۍ، ملګرو او همکارانو نہ د جلا کولولپاره استعمالیږي؛ په زور مجبورول، په زور خپلې خبرې منلو یا contactورسره روانه ساتلو لپاره استعمالیږي؛ په زور ه پیسې اخستل؛ او جنسي تسکین لپاره .دا محرکات عموماً له یو بل سره ګډ وي او یو بل قوی کوي.
P1:اصل خبره دا ده چې موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د نارینه وو د واک پہ پر بنسټ ولاړه ده؛ یوه داسې ټولنه چې د ښځو بدنونه او انتخابونه کنټرولوي، او زموږ قدر د عزت او حیا په مفاهیمو سره تړي۔
P2: ځینې زورزیاتي کوونکي فکر کوي چې هغه زموږ عکسونه اسلحہ په توګه استعمالولو حق لري—د پیسو، واک، انتقام، موږ د غلي کولو، کنټرول ساتلو او موږ او زموږ د کورنیو د شرمولو لپاره. خو دا ناوړه عمل تل د هغوی خپله پرېکړه وي، او هېڅکله ستا ګناه نه ده. او شرم هم د هغوی دی، زموږ نہ دی۔
P2: راځئ چې دلته یو وقفه واخلو۔ موږ د تصویر پہ بنیاد زور زیاتی څه ده او څوک یې کوي ، په اړه خبرې وکړې ۔ مخکې تلو نہ پیلہ ، راځئ چې یوځای ساه واخلو.
P1:که غواړې، نو داسې کولای شې چې د څلورو شمېرلو لپاره ساه دننه واخلې، د څلورو شمېرلو لپاره یې ونیسې، او بیا د څلورو شمېرلو لپاره یې وباسې. راځئ دا کار یو ځای وکړو. زه به یې درته وشمارم. ساه دننه واخله… ۱، ۲، ۳، ۴. اوس ساه ونیسه… ۱، ۲، ۳، ۴. اوس به یې ورو ورو وباسو… ۱، ۲، ۳، ۴۔
P2: اوس، موږ غواړو یوې ستونزمنې موضوع ته لاړ شو: په survivors باندې د دې اغېز ، موږ پوهېږو چې دا به درته اورېدل اسانه نه وي، خو دا مهمه ده چې هغه څه په اړه خبرې وکړو چې په حقیقت کې روان دي۔
P1: په پاکستاني کورنیو کې دتصویر پہ بنیاد زور زیاتی انجام ډېر سخت کېدای شي. دا یوازې تر خپګان یا شرم پورې نه وی۔ Survivorsله کورني جګړو سره مخ کېږي، د هغوی نوم او عزت ته زیان رسېږي، له خپلې ټولنې بېلېږي ، ورته ویل کېږي چې له چا سره ملګرتیا وکړي او له سره چا نه، موبایل یې تې اخیستل کېږي، سکول یا کار نہ ایستل کېږي، په زور واده ته مجبورېږي، وهل ټکول کېږي او حتی د ناموس په نوم وژل کېږي. او موږ ټول دا کیسې اورېدلې دي۔ . که دوی په بهر وي، بیرته پاکستان ته لیږل کیږي چیرې چې مور او پلار پوهیږي چې دوی به د هر هغه قانوني یا ټولنې ملاتړ نہ کت شي چې هغه هیواد کې ورنہ ملاوېږي۔او موږ ټول هغه کیسې هم پېژنو چې ښځې له دې خطرونو سره مخ شوې دي او حتی وژل شوي دي۔
P2: موږ کی څومره کسان دا ویره لرې چې زموږ ازادۍ به محدودې شي، او له همدې امله مو هېڅکله خپلو مور او پلار یا نارینه خپلوانو ته نه دي ویلي کله چې څوک موږ harrass کوي ؟ موږ پوهېږو چې ددی امله به له کوره وتل رانه بند شي، موبایل به رانه واخیستل شي، یا د ملګرو سره ملاویدل به رانه منع شي۔ ټولې کورنۍ داسې نه وي، او ځینې داسې پلارونه او وروڼه هم شته چې ملاتړ کوي، خو له بده مرغه دا وېره د ډېرو لپاره حقیقت دی۔ په دې بحث کې، موږ د healingپه اړه خبرې کووخو که تاسو په ډیر بد حالت کې یایی، زموږ وېبپاڼې ته ورشئ chayn.co.
P1: داپہ رښتیا سخته خبره ده چې وادې اثرات څومره ژورې کېدای شي. دا ځکه چې په ډېرو ټولنو کې شرم او بدنامي یوازې د یو کس خبره نه ګڼل کېږي، بلکې د ټولې کورنۍ مسئله منل کېږي. کله چې له یو کس سره، په ځانګړي ډول له یوې ښځې سره، څه پېښه شي، نو اکثره دا د ټولې کورنۍ د عزت او نوم سره تړل کېږي. خپلوان پکې را شي، او د دې د دې ناموس بوج اتول په ښځو اچول کېږي. که تا هېڅکله اجازه نه وي ورکړی چې ستا عکسونه خپاره شي، بیا هم کېدای شي الزام پہ تا واچول شي. خلک به خبرې کوي، غیبت به کوي، ستا له کورنۍ نہ به ځان لرې ساتي، یا به درسره بېل سلوک کوي. همدا وجه ده چې ځینې ښځې د خپلو کور خوا دومره سخت سلوک سره مخ کېږي۔
P2: تر اوسه موږ یوازې د هغو شیونو په اړه خبرې وکړې چې د نورو خلکو له خوا پہ Survivors راځي. خو یوه بله برخه هم شته: هغه غصه، ملال او شرم چې موږ یې خپل زړه ته وړو او له ځان سره دا فکر کوو چې ګویا دا هر څه زموږ له امله شوي دي او موږ پر خپلې کورنۍ شرم راوستی دی۔ موږ ټول غواړو چې د خپلو مور او پلار د ویاړ سبب شو، چې هغوی په موږ سر لوړ وي. خو کله چې موږ ته وویل شي چې د شرم له یې سر ټیټ شوی، نو موږ خپل ځان اچوو او ځان مجرم ګړو. خو دا هغه شرم نه دی چې موږ یې پہ اوږو یوسو. دا زموږ ګناه نه ده. دا هم زموږ ګناه نه ده چې پہ چا مو باور کړی، یا مو غوښتل چې خپل ژوند وکړو او خوشحاله اوسو۔
P1: موږ تہ پتہ دہ چې دا څومره سخته وي کله چې له تا سره هغه ډول ملاتړ، باور او ساتنه ونه شي لکه څنګه چې ستا حق دی۔ ستا حق دی چې ملاتړ درسره وشي، نه دا چې سزا درکړل شي۔ستا حق دی چې پہ تا باور وشي، نه دا چې پړه درباندې واچول شې۔ستا حق دی چې خوندي وساتل شې، نه دا چې یوازې پرېښودل شې۔
P2: شرم د هغه چا دی چې ستا شخصي حریم او ستا رضا یې تر پښو لاندې کړی دی. ستا نه ۔
P1: اوس، د تصویر پہ بنیاد زور زیاتی ډیری ستونزمن احساسات راوړي. موږ غواړو ځینې دا احساسات یاد کړو، ځکه کله کله یوازې دا پوهه چې نور خلک همداسې حالاتو تېرېږي، موږ سره مرسته کولی شي۔
P2: موږ کېدای شي ویره احساس کړو—له دې چې څوک مو وپېژني، له دې چې که نور خلک خبر شي څه به وشي، او له دې چې زموږ عکسونه بیا راښکاره شي. دا ویره زموږ په بدن کې هم کېنستلی شي—لکه په زړه کې یو غوټه چې زموږ موبایل زنګ وهي، یا زړه مو تېز دربیږي کله چې ووینو څوک عکسونه اخلي۔
P1: موږ ممکن د شرم یاملال احساس وکړو، که څه هم دا زموږ ګناه نه ده. دا احساسات ډېر وخت له هغو ملامتونکي پیغامونو سرہ راځي چې موږ یې دننه ځان کي منلي وي ۔
P2: موږ کېدای شي ځان خیانت شوی احساس کړو—د هغه کس له خوا چې زموږ عکسونه یې شریک کړي ،کورنۍ له خوا چې ملاتړ یې نه دی کړی، یا د هغو نظامونو له خوا چې زموږ سره یې مرسته نه ده کړې۔
P1: او موږ کېدای شي غصہ هم احساس کړو. له هغه کس چې ناوړه ګټه یې اخیستې، له هغو مسائلو چې اوس یې موږ ورسره مخامخ یو، او له دې ټولو نابرابرۍ او ناحقه څخه ۔
P2: بالکل دا ټول احساسات د اعتبار وړ دي. د ناوړه ګټه اخیستنې وروسته د احساس کولو لپاره هیڅ "سمه" لاره نشته.
P1: ا وس موږ دا هم منو چې ځینې دوال خلک له ډېرو خطرونو سره مخ وي۔
P2: د مثال په توګه، queer / همجنسپالې ښځې ، ټرانس میرمنې، او هغه کسان چې خپل جنسیت د ټولنیزو تمو مطابق نه وړاندې کوي ، اکثرا دtargeted harassment سره مخ کیږي. ممکن د چې د دوی رضا نہ بغیر د دوی شناخت یا جنسیت څرګندولو باندی د تاوتریخوالي خطرہ زیات وي .دوی چې په کوم ځای کې ژوند کوي، د هغه ځای له قوانینو سره سم، کېدای شي همدا شناخت یاجنسیت یې جرم وبلل شي. نو ځکه دوی یوازې د خلکو یا انلاین تاوتریخوالي سره نه مخ کېږي، بلکې له قانوني ستونزو سره هم مخامخ کېدای شي.
P1: د همدې امله حکومتي ادارې او د قانونې ادارې د دوی لپاره خوندي ځای نه وي چې مرسته ترې وغواړي. همدارنګه، د ټولنې ملاتړ موندل هم ورته سخت او له خطره ډک وي. خوپه داسې حالات کې ده د ټولنې ملاتړ انسان په ژوند ډېر لوی بدلون راوستلای شي او د ژوند سبب کېدای شي۔ موږ دا هم پوهېږو چې کم عمره انجوناډېر وخت د خپلوملګرو یا پخوانیو شریکانو لہ خوا پالل کیږي، بلیک میل کیږي او ګواښسره مخ کېږي. هغوی کېدای شي داسې احساس وکړي چې پناه اخیستلو لپارههیڅ ځای نلري۔
P2: همدارنګه، د کلیوالو سیمو ښځې او هغه ښځې چې ډېرې شاته پاتی شوی ټولنې نہ راځي، ډېر وخت سختو پایلو سره مخ کېږي، ځکه هلته ټولنیز اصول سخت وي او عدالت ته رسېدل هم محدود وي۔که ته په پاکستان کې د مذهبي اقلیت برخه یې، نو خطرونه لا زیاتېږي.که تاسو افغان کډوال یې، ډیپورټ کېدوډار درته کېدای شي. همدارنګه، د توهین مذهب هم— چې هیڅ ثبوت /شواهد ورتا نشتہ—د مرګ معنی لري ۔ هیڅ شواهد /threats ور ته ضرورت نشته ۔
P1: دا دې هیڅکله دامعنی ندي چې څہ خلک د ناوړه ګټه اخیستنې مستحق دي. دا دې مانا دا ده چې ځینې خلک اضافي ستونزې لري ،د دې پر بنسټ چې موږ څوک یو او چیرته اوسیږو ۔
P2: او دا ټولې تجربې معتبر او مهم دي. که ته په ښار کې اوسې او که په کلي کې، که ځوان یې او که مشر یې، او که ستا جنسي interest له ددیزے ټولنیزو تمو سره سمون خوري او که نه—ستا تجربے مهم دي۔که ته په داسې پردی وطن کې اقلیت یې، کېدای شي اندېښمن یې چې ستا استازان، ملګري او حتی د قانوني ادارے به نه پوهېږي چې ته ولې له دې abuse سره مخ یې. او که ستا کورنۍ هم ستا مدد نه کوي، نوولې۔ diaspora کېدای شي له دوه ګوني ستونزې سره مخ شې—یعنې ده خپلې ټولنې دننه او له ټولنې باهر هم۔
P1: راځئ چې اوس د هغه ستونزو پہ اړه خبرې وکړو چې survivors کله مرسته غواړي نو د دوی مخې ته راځي
P2: ډیریsurvivors د بدنامۍ او وېرې سره مخ دي۔که موږ خپل حالت څرګند کو، نو دا ممکنه ده چې زموږ د کورنۍ یا ټولنې لخوا موږ ته سزا ملاو شي۔
P1: زموږ په کلتور کې، پولیس ته تلل اکثرا داسې لیدل کیږي چې عزتمنې کورنۍدا کار نه کوي، په ځانګړي ډول که موضوع د ښځو مسلي وي لکه کورني تشدد یا جنسي تشدد۔ بیا د نورو survivorsهغه کیسې هم شته چې پہ هغوی الزام اچول شوې وي، د هغوی راز یې نه وي ساتل شوی، او صدمې سره مخ شوي وي. داسې پېښې هم شوي چې پولیس د زورزیاتي کوونکی یا د survivors کورنۍ را بللې وي، حتی کله چې هغې ورته ویلي وي چې په پټه د مرستې لپاره ورغلې ده. له همدې امله ډېر survivors ځان یوازې احساس کړي او د قانونی ادارو باندې باور نہ نشي کولی۔
P2: ډیر خلک به non-consensual / بېرضایته تصویرونو راپورټ ورکولو لپاره سوشل میدیاو پلیټ فارمونو او ویب ساټو ته مخه کي ۔خو دا دومره اسانه نه ده ۔دا یو محفوظ طریقہ وي، خو ډیر وخت د پلیټ فارم ځواب بې کارہ وی. موږ ته ویل شوي چې زموږ تصویرونہ دسوشل میدیا ہدایات یا قوانین نه ماتوي.
P2: موږ یوې سختې مرحلې سره مخ شو: د قانوني کیس لپاره د شواهدو راټولولول، خوژر تر ژره نقصان دہ موادو لرې کول غواړو.
P1: همدارنګه، د انلاین پلیټفارم او د قانونې ادارې ډېررو یا غیرمنظم پروسس لري. له همدې امله خطر ہ او زیان زیات شي۔ دا ټولې ستونزې لامل کېږي چې موږ ځان یوازې احساس کوو، ۔ او د راپورټ کولو نہ نا امیدہ شو ۔او دا ممکنه ده چې تاسو اړو راپورټ کول نه غواړئ- تاسوبس دا غواړئ چې اتصویرونه لري شي. یا چې abuser د پایلو سره مخ شي او بیا دا کارو نه کي۔
P2: خو دا د هغو سیستمونو ناکامي ده چې باید زموږ ساتنه یې کړې وای. د تصویر پر بنسټ زور زیاتی دا بدل کي چې موږ څنګه په خپلو بدنونو کې احساس کوو او څنګه موږ خپل ځان ګورو. کله چې زموږ ظاهر زموږ پر ضد وکارول شي، نو موږ په خپل ځان کې ښه احساس نه کړو۔ موږ خپل ځان بدلو د—ویښتو رنګ، وزن، جامې، زموږ نوم یا حتی دسوشل میدیا پروفایلونه چې موږ څوک ونه پیژني۔
P1: ځینې شاید شیشو ته کتل یا عکسونه اخیستل پریږدي۔ ممکنه ده چې دوی په خپل ځان کې "نیمګړتیا" لټي یاخپل بدن ملامت ګړي۔
P2: او د دې نه علاوه موږ خپل قدرنہ کوو، په ځان باور نہ کوو، او په خپلو پرېکړو شکمن کېږو ۔تصویر پہ پر بنسټ زور زیاتی زموږ بلکل مات کي۔
P1: خو ستا بدن هیڅ غلط کار نه دی کړی..هغه عکسونه چې بل چا ستا اجازې بغیرشریک کړي دي، تا نه define کوي. ته له دې ناوړه چلند او تاوتریخوالي څخه ډېره لویه، پیاوړې او ارزښتمنه یې ۔
P2: د خپل ځان، بدن،شناخت او self-esteem سره اړیکه بیا جوړول ،ده د healing سفریوه برخه ده. دا وخت اخلي ، او پدې کې هیڅ شرم نشته۔
P1: ډیری survivors ، image-based abuse وروسته په خلکو باور کول هم ګران ګڼي۔
P2: کله چې څوک زموږ privacy مات کړي،داسې احساس کېږي چې موږ په هیچا باورنشو کولی۔موږ په نویو رشتو باور نشو کولی،ځان ته مو ټول پام وي ، ناارامه اوسو، فکر کوو چې نور خلک به موږ ته څنګه ګوري ، یا د چا مرسته نشو منلی۔
P1: موږ په ذهنونو کې ګرځي : ولې دا کس په ما کې دلچسپي لري؟ ایا دوی به زما د عکسونو لټي؟ هغوی ته ووایم چې څه شوي دي؟
P2:خو باور بېرته جوړېدل ممکن دي، په ځانګړي ډول له هغو خلکو سره چې زموږ حدودو ته درناوی کوي
P1: زه به دلته څه شریکوم چې تاسو ته به هیله درکړي. د دې ټولو چیلنجز سره سره، موږ د باور، زړورتیا او ملاتړ ډ یری کیسې هم اوریدلي دي۔
P2: ډیری survivors دې منلو نه انکار کوي چې ملامت یو او زمہ وار یو چې زموږ عکسونه څنګه استعمال شوي دي۔
P1: ځینې survivors داسې کورنۍ او ملګري بیان کړل چې د دوی خبرې یې اورېدلې، باور یې کړی، او بلا قضاوت یې کړې۔ موږ دا د هر survivors لپاره دا ہر سہ غواړو، او موږ هر یو په خپله طریقه کولای شو د یو ملګري، د ترله ،همکار یا حتی یو پېژانده کس پہ طور هغوی مداد کولای شو ۔ موږ کولای شو هغوی ته غوږ ونیسو او هغوی ته ووایو چې داتاسو ګناه نه ده حتا که زموږ لپاره ډېر خلک داسې نه وو ، کله چې وینو خلک د مشهور کسانو د ناوړه چلند په اړه خبرې کوي ، نو موږ کولای شو د هغوی تر څنګ ودرېږو ۔
P2: بدلون ممکن دی. نن سبا کلتور د یووالي، ،خیال او پرمختګ نښې شته۔
P1: اوس survivorsپه خپلو حقوق غواړي، د ټولنې معیارونه ننګوي ، او د خپلو کیسو او روایتونو واک بېرته ترلاسه کوي.
P2: تاسو پدې کې یوازې نه یای. او تاسو بې بسه نه یای۔
P1: اوس، راځئ چې په هغه څه خبرې وکړو چې په لویه کچه بدلون بہ څنګه راشي۔ ځکه چې انفرادي healing ہم مهمه ده، خو سیسټمیک بدلون هم پکار دي۔
P2: هغه survivors او ماہرین چې رکې ورسره شوې وايي چې بدلون راتلی شي۔ لومړی، د پالیسي جوړونکو او قانون جوړونکو له لارې.
P1: قوانین باید داسې وي چې د هر ډول شخصي انځورونو ساتنه وکړي. همدارنګه د عکسونو شیئر کولو دھمکی هم ناوړه چلند وبلل شي، حتی که عکسونه نه وي خپاره شوي۔
P2: هر هغه رضا بغیر خپر تصویر چې د ہ چا وقار، پرایویسی، روغتیا، یا حفاظت ته زیان رسوي جرم وګڼل شي۔
P1: پولیس، وکیلان، قاضیان باید د ټکنالوژۍ له لارې د جنسی تاوتریخوالی، صنفی حساسیت، او د صدمے خبرې په ښه طریقہ اوري د واو ورسره مناسب چلند روزنه وکړي ۔
P2: د شکایت او راپور ت ورکولو داسې اسانه لارې پکار دي چې د survivors مرسته په وشي۔بلکې یو منظم نظام وي چې د هر چا لپاره سم کار وکړي۔
P1:د ټکنالوژۍ پلیټفارمونو ته هم پکار دي چې بدلون راولي۔د دوی اصول باید زموږ د ټولنو د زیان رسولو مختلفې لارې هم په پام کې ونیسي۔
P2: بالکل په لوکل ژبو کې د راپورت ورکولو اسانه لارې وي، او خلکو ته واضح معلومات ورکړل شي چې څنګه شکایت وکړي او وروسته بہ څه کېږي.
P1: هغه کسان چې AI سیستمونه جوړوي، پکار دی زموږ د کلتور په اړه پوه وي. چې زیان یوازې د بربنډو عکسونو پورې محدود نه دی۔
P2: پلیټفارمونه د زیان رسوونکي مواد لرې کولو لپاره چټک او روښانه سیستم ولري، او له هغو باوري ادارو سره کار وکړي چې survivors ته مرسته ورکوي۔
P1: په ټولنو او مدني بنسټونو کې خلکو ته دا وښودل شي چې د تصویر پہ پر بنسټ زور زیاتی یوازې د جنسي عکسونو په اړه نه ده.
P2:موږ تہ پکار دی چی ښځو او جینکو ته پہ انټرنېټ محتاط اوسیدو او ډیجیټلي پوهې په اړه معلومات زیات کړو۔
P1: او موږ د survivors او ټولنو د ملاتړ ادارے پیاوړې کړو، چې خلک ورنہ مرسته اخلئ۔
P2: بالکل دا ټول بدلونونه مهم او ممکن دي۔
P1:تر هغه چې بدلون نه راځي، موږ ځینې احتیاطي ګامونه د خپل ښه والی لپاره هم اخیستلای شو۔ زموږ د do it yourself safty guideکې په دې اړه ډېر معلومات شته،خو دلته به موږ څو مهمې خبرې یادې کړو۔
P2: په دې کې داسې کارونه شامل دي لکه ډیجیټل حدود ټاکل —یعنې دا پرېکړه کول چې آنلاین څه زموږ لپاره ښه دي، څه شیئری کو او له چا سره یې شیئرکوو. له ملګرو نہ مخکې نه دا پوښتنه کول دې چې زموږ عکسونه شیئر کي یا نہ، یا نوټیفیکیشنونه بندول۔
P1: او ډیجیټلي ځانساتل—سوشل میدیا نہ وقفه اخیستل، خپل اکاونټونه باندې گران پاسورډونو کیدل، او هغه کارونه کول چې موږ محفوط ساتې ۔ کېدای شي د ملګرو دیر فشار وی چې په سوشیل میډیارا شو۔ خو کله چې ته چمتو یې، او وغواړې نو بېا ورشه راشه،۔
P2: دا ستا زمہ وارې نه دی چې د زیادتی مخه ونیسې. خو کله چې ته چمتو وې، دا کارونه ستا سیفتی لپاره/ خوندیتوب لپاره مرسته کولای شي۔
P1: له پای ته رسېدو مخکې ، موږ غواړو له اورېدونکو سره ځینې حقیقتونه شریک کړو هیله لرو چې دا خبرې په زړه کې وساتې۔
P2: لومړی: ته د هغه څه لپاره زمہ وار نه یې چې درسره شوي دي. زورزیاتی کوونکي خپله پرېکړه کړې چې تا ته زیان ورسوي. دا د هغوی انتخاب و، نه ستا۔
P1: دویم: دا معنی نہ لری چې تاسو څه اغوستي وې، چیرته وې، په چا دې باور کړی و ، یا دې کوم عکسونه شیئر کړي وو. له دې هېڅ یوه خبره ستا ګناه نه جوړوي
P2: دریم: ستاسو احساسات د اعتبار وړ دي. کله چې څوک له داسې تجربې تېر شي ، زموږ احساسات ډېر بدلیږي۔ که تاسو د غصه ، ویره، شرم، ګډوډي ،بېحسي، یا په یو وخت کې دا ټول احساس کړئ—ستاسو احساسات مهم دي۔
P1: څلورم: دتصویر پہ پر بنسټ زور زیاتی رښتینی تاوتریخوالی دی۔دا داسې څه نه دي چې کم وښودل شي یا داسې وګڼل شي چې ستاسو تجربه تر نورو کمه د۔
P2: پنځم: تاسو د ملاتړ حق لرې ۔تاسو د باور ، د خوندیتوب اوعزت مستحق یې۔
P1: شپږم: Healing ممکن دا۔ د اسانہ نه وي او وخت اخلي.خو ته په خپل طریقہ او خپل وخت کې یی کوولی شې۔
P2: اووم: تاسو یوازې نه یې۔ ډیری نورو میرمنو له همدې حالت تېر شوي دي. داسې خلک شته چې تا درک کوي او مرسته درسره کول غواړي۔
P1: او په آخری کې: تاسو حق لرې چې خپله قصه پخپله تعریف کړې. دا پېښه ستاسو سره شوې، خو دا ته نهdefine کوي چې ته څوک یې۔
P2: موږ دا منو چې په ډېرو ټولنو کې د دې موضوعاتو په اړه په ښکاره خبرې کول سخت او حتی خطرناک کېدای شي۔
P1: که ستاسو لپاره په ښکاره مرسته ترلاسه کول خوندي نه وي، نو لومړی خپل ځان خوندي وساته. کله چې خوندي وې، و بیا تاسو راشئ او دا معلومات کټی شئ۔
P2: ، مهرباني وکړئ هغو ادارو و ته ورسیږئ چې دتصویر پہ بنیاد زور زیاتی او د هغې اثر باندی پوهیږي۔ موږ به د ملاتړ ادارو معلومات او Global Directory په اړه معلومات شریک کړو.
P1: ستا مهم یې. ستا خوندیتوب مهم دی، او ستا رغېدل مهم دي ۔
P2: ډېره مننه چې نن دلته شامل شوی و دا خبرې مو واورېدی۔
P1: راځئ چې پہ آخری ېو exercise وکړو. Grounding practices سره بہ موږ په ارام شو۔
P2: که درته اسانه وي، یو لاس پر زړه او بل پر خیټه کېږده. سترګې پټې کی او نرمې وساته.
P1: خپل ساه ته پام وکړه چې څنګه دننه او باہر ځي. د لاس او خیټے پورته او ښکته کېدو ته پام وکې۔
P2: په رو یا په زړه کې ووایه: "زه دلته یم. زه یوازې نه یم. زه کافي یم. زما لپاره مرسته شته." یو بل ساه واخله. اورو رو سترګې کلاو کئ۔
P2: موږ په تاسوفخر کوو. مهرباني وکړئ خپل ځان خیال وساتئ۔موږ پر تا ویاړو چې دلته وې. مهرباني وکړه له خپل ځان ښه ساتنه وکړه. دا د Bloom کورس یوه لنډ سیشن وه۔ تاسو زموږ په ویبسایټ کې پورا کورس اخیستل شې۔
P1: انشاءالله ډېر ژر به بیا ملاویگو۔ کور مو ودان۔د خپل ځان خیال ساتئ۔